د خيبر پښتونخوا چارواکو د لنډي کوتل څخه افغان کډوالو ته د وتلو له پاره يوه اوونۍ وخت ورکړی او هغوی ته ئې سپارښتنه کړې، چي په ياده موده کي دي د دغي سيمي څخه ووځي.
هغوی افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چي که تر ټاکل سوي مودې پوري دغه سيمه پرېنږدي نو د سخت قانوني چلند سره به مخ سي.
په دغه سیمه کي څه موده وړاندي د ټولو جایدادونو د مالکانو څخه تعهد اخيستل سوی وو، چي خپل جایدادونه به افغان کډوالو ته په کرايه نه ورکوئ.
باید وويل سي چي د پاکستان دولت پر افغان کډوال فشارونه زيات کړي؛ ترڅو هغوی پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ولاړ سي.