اتریش پلان لري چي د ازبکستان له لاري د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو نوی میکانیزم رامنځ ته کړي

اتریش پلان لري چي د ازبکستان له لاري د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو نوی میکانیزم رامنځ ته کړي، ترڅو هغوی لومړی دغه هیواد ته ولېږدوي او بیا ئې افغانستان ته واستوي.
د اتریشي رسنیو په وینا، دا طرحه د منځګړي هیواد په کارولو سره د مستقیم اخراج پر وړاندي سته خنډونه کموي.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ویلي، دا ګام به د ایستلو بهیر چټک او منظم کړي، خو د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي، چي دا تګلاره ښايي د افغان کډوالو امنیت له خطر سره مخ کړي.

اتریش له تېر کال راهیسي د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چي دا اقدام د اروپا د سختېدونکو کډوالۍ سیاستونو برخه ګڼل کېږي.