د دايکنډي څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د دايکنډي څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په لزير رود کي د لمبېدو پر مهال درې ځوانان اوبو ډوب کړي او وژل سوي دي.
سرچينه زياتوي، چي وروسته د دغو ځوانانو جسدونه د ځايي خلګو په وسيله د رود څخه رايستل سوي او خپلو کورنيو ته تسليم سوي دي.
د سرچينې په حواله چي دغه ځوانان د دايکنډي ولايت د چهاراسپان ولسوالۍ اوسېدونکي وو.