د ترکیې د کډوالۍ ادارې د تازه شمېرو له مخي

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د تازه شمېرو له مخي، د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کي ئې ۲۲ زره او ۴۸۳ بې‌اسناده افغان کډوال په دغه هیواد کي نیولي دي.
د یادي ادارې د معلوماتو له مخي، په همدې موده کي له بېلابېلو هیوادونو څخه ټولټال څه باندي ۸۲ زره بې‌اسناده کډوال نیول سوي دي.
له افغانانو وروسته د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر، سوډان او یمن وګړي د نیول سوو کډوالو په ډله کي شامل دي.

ډېری دغه کسان د قانوني استوګني د اسنادو د نه لرلو له امله نیول سوي، خو د هغوی د برخلیک او د ایستل سوو کسانو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړل سوي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندي راپور ورکړی و چي ترکیې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کي له ۱۳ زرو څخه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ایستلي دي.