د دایکنډی ولایت په مرکز نیلي ښار کي د سکرو د دود له امله څلورو ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.
د معلوماتو له مخي، یاد ځوانان زدهکوونکي وو، چي د کانکور ازمویني د چمتووالي له پاره په ګډه په دغه ځای کي اوسېدل.
چارواکي وایي، د خوني د ګرمولو له پاره له سکرو کار اخیستل سوی و، چي دود ئې د مسمومیت لامل سوی او دغه زده کوونکي ئې وژلي.