د ننګرهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کي د سلواغې پر ۴ مه نېټه يو کس خپل ورور وژلی.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی کس عبدالوهاب نومېږي، چي د کورنيو اختلافاتو له امله خپل ورور ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په خبره چي تر يادي پېښي وروسته قاتل د سيمي څخه تښتېدلی دئ.
په ورته وخت کي د ننګرهار ولايت ط..البانو هم دغه پېښه منلې ده او ويلي ئې دي، چي د دغه پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.