د دغه هیواد وسلهوالو ځواکونو د پنج شنبې په ورځ ویلي چي هوايي دفاع سیستمونو ئې یو شمېر توغندي او بېپیلوټه الوتکي په نښه کړي او له منځه وړي دي.
د پوځ په وینا، همدې دفاعي عملیاتو د چاودنو ږغونه رامنځته کړي دي.
چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چي دغه بریدونه پر کومو ځایونو سوي او یا څومره زیانونه ئې اړولي، خو امنیتي وضعیت تر سخت څار لاندي ښودل سوی دئ.