د اسرائیل هوايي ځواک اعلان کړی، چي د امریکا لهخوا جوړه سوې کېسي-۴۶ تېلو رسوونکې الوتکه ئې ترلاسه کړې ده.
دغه الوتکه د اسرائیلو د هوايي ځواک د نوي کولو پروګرام برخه بلل کېږي.
د راپورونو له مخي، دغه پرمختللې الوتکه کولای سي د څلورم او پنځم نسل جنګي الوتکو ته، په ځانګړي ډول اف-۳۵ الوتکو ته، په هوا کي د سون توکي ورسوي.
اسرائیلي چارواکي وایي چي ټاکل سوې په ۲۰۲۶ کال کي دوې نوري او په ۲۰۲۷ کال کي هم دوې ورته الوتکي دوی ته وسپارل سي.
اسرائیل په لومړي ځل په ۲۰۲۲ کال کي د دې ماډل څلور الوتکي فرمایش کړي وې او وروسته ئې په ۲۰۲۵ کال کي دوې نوري هم واخیستې.
د یاد تړون ارزښت شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره ښودل سوي، چي د امریکا د پوځي مرستو له بودیجې تمویلېږي.