د دوبی اوسېدونکو ته د موبايل د مسج له لاري د احتمالي بريد خبر ورکول سوی

د دوبی اوسېدونکو ته د موبايل د مسج له لاري د احتمالي بريد خبر ورکول سوی
د فارس خلیج په سیمه کي د روانو کړکېچونو او د ایران له لوري پر متحده عربي اماراتو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو له دوام وروسته، د دوبی اوسېدونکو ته د جمعې په ورځ د خپلو ګرځنده موبايل له لاري د احتمالي بريدونو خبر ورکول سوی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخي، دغه خبرداری د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت له لوري خپور سوی او په کښي د توغندیز ګواښ د احتمال یادونه سوې ده.

په پیغام کي له خلګو غوښتل سوي، چي د خپل خوندیتوب لپاره ژر تر ژره نژدې خوندي ودانیو ته پناه یوسي.
د خپاره سوي پیغام په متن کي راغلي: «د اوسني وضعیت او د احتمالي توغندیزو ګواښونو له امله، سمدستي نژدې خوندي ودانۍ ته پناه یوسئ او له کړکیو، دروازو او پرانیستو ځایونو څخه لېري پاته سئ.»