په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د پاکستاني ملېشو او ط..البانو ترمنځ په وروستيو نښتو کي په افغانستان کي ۵۶ ولسي وګړي وژل سوي او ۱۲۹ نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي په قربانیانو کي ۵۵ سلنه ښځي او کوچنيان شامل دي.
یوناما له دواړو لورو غوښتنه کړې، چي د جګړې پر مهال د نړۍوالو قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو د خوندي ساتلو له پاره دي لازم تدابیر ونیسي.