د روسیې دفاع وزارت د يکشنبې په ورځ اعلان کړی

د روسیې دفاع وزارت د يکشنبې په ورځ اعلان کړی، چي د اوکراین په شمال ختیځ کي ئې د خارکوف ولایت اړوند استاریتسیا کلي د اوکرايني ځواکونو څخه په بشپړ ډول نيولی دئ.
دا سیمه د اوکراین او روسیې پولي ته نژدې پرته ده، چي له تېرو میاشتو راهیسي د دواړو خوا ترمنځ ورباندي جګړه روانه وه، چي تازه د روسيې ځواکونو د دغي سيمي د نيولو خبر ورکړی دئ.
په ورته وخت کي د اوکراین پوځ ویلي، چي روسي ځواکونو په دې سیمه کي څو ځله بریدونه کړي؛ خو د کلي د بشپړ نیولو خبر ئې تر اوسه پوري نه دئ تائید کړی.

دا راپورونه په داسي حال کي خپرېږي چي د روسیې، اوکراین او امریکا استازو د جګړې د پای ته رسولو له پاره په اماراتو کي خبري اتري پیل کړي دي.
بايد وويل سي، چي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لا هم دوام لري او دواړه خواوي هڅه کوي چي په مهمو سیمو کي پرمختګ وکړي.