په کابل کي د ايران د سفارت څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کابل کي د ايران سفير علي رضا بيګدلي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالي روزمیري ډیکارلو سره ليدلي دي.
په ياده خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دې لیدنه کي په افغانستان کي د یوناما د فعالیتونو او په دې برخه کي د ایران د همکارۍ په اړه بحث سوی دئ؛ خو د يادي ليدني نور جزئیات ئې نه دي رسنيز کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالي روزمیري ډیکارلو تازه افغانستان ته راغلې، تر دې وړاندې ئې د ط..البانو د بهرنیو چارو او کورنیو چارو له چارواکو سره هم لیدني کړي دي.
ویل کېږي چي د ط..البانو له مسئولینو سره د هغې خبري تر ډېره د دوحې پر بهیر، له مخدره توکو سره پر مبارزې، د خصوصي سکتور پر ملاتړ او بشري مرستو متمرکزي وې.