د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو له افغانستان سره هوکړه کړې

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو له افغانستان سره هوکړه کړې، چي د پخواني شوروي اتحاد څخه پاته سوي پوځي وسایل او تجهیزات ورغوي او بېرته ئې د کار وړ وګرځوي.
نوموړي د روسيې د رسنیو سره په خبرو کي ويلي، چي دا تفاهم په مسکو کي د نړۍوالي امنیتي غونډي پر مهال سوی او د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراخېدو پیل ګڼل کېږي.
کابلوف ويلي، چي ط..البانو ورڅخه د روسيې جوړ پوځي تجهزاتو د ترميم او بیا فعالولو غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخي، ط..البان هڅه کوي، هغه زاړه ټانکونه، زغره‌وال موټر او چورلکي بېرته فعالي کړي، چي له تېرو حکومتونوڅخه پاته سوي دي.