د پاکستان ايکانوميسټ ورځپاڼي د دغه هيواد د سولي مطالعاتو د سازمان د تازه معلوماتو له مخي ويلي، چي په دغه هيواد کي د وسلهوالو بریدونو او امنیتي پېښو شمېر د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړي کچي ته رسېدلی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر نړۍوالو ته د پاکستان د ځواک او ثبات انځور وړاندي کوي؛ خو د هیواد په دننه کي د امنیتي ګواښونو کچه لوړه سوې ده.
ياده ورځپاڼه ليکي چي د تحریک ط..البان پاکستان (TTP)، بلوڅ وسلهوالو او نورو ډلو فعالیتونه په دا وروستيو کي په پاکستان کي زيات سوي او په ګڼو سیمو کي ئې بریدونه هم ترسره کړي دي.
شنونکي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان دوامداري ناامنۍ، د سرحدي سیمو ستونزي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي اختلافات د تاوتریخوالي د زیاتېدو مهم عوامل بولي.
د دوی په وینا، روان امنیتي وضعیت د پاکستان له پاره یوه جدي ننګونه ګرځېدلې ده.