د روسیې رسنیو راپور ورکړی چي د دغه هیواد د لومړي وزیر د مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی به په نژدې راتلونکي کي افغانستان ته سفر وکړي.
د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د دې سفر اساسي موخه د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا ده.
د نوموړي په وینا، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزي اړیکي د پراختیا په حال کي دي او روسیه غواړي چي له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو بهیر لا پیاوړی کړي.