د ایران د سپاه پاسدارانو سمندري ځواکونو ادعا کړې چي د هرمز تنګي په جنوبي برخه کي د تېلو یوه لویه بېړۍ له سمندري ماین

د ایران د سپاه پاسدارانو سمندري ځواکونو ادعا کړې چي د هرمز تنګي په جنوبي برخه کي د تېلو یوه لویه بېړۍ له سمندري ماین سره تر لګېدو وروسته چاودېدلې او اور ئې اخیستی دئ.
د تسنيم خبري اژانس راپور ورکړی چي دغه بېړۍ له دوو میلیونو بېرلو څخه زیات خام تېل لېږدول.
د سپاه پاسدارانو په وینا، یادي بېړۍ د موقعیت معلومولو او رادار ټول سیستمونه بند کړي وو او هڅه ئې کول، چي د امریکا د پوځ په ملاتړ له هرمز تنګي څخه تېره سي.

ایراني ځواکونو ویلي چي هرمز تنګی تړل سوی او هغه بېړۍ چي د دوی له مقرراتو سرغړونه کوي، له ورته پایلو سره به مخ سي.
خو امریکایي پوځ تر دې وړاندي د هرمز تنګي د تړل کېدو ادعا رد کړې او ویلي ئې دي چي دغه تنګی د امریکایي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندي دئ.