د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په تېر یوه کال کي نژدې ۴۰۰ ښځو او نجونو په دغه ولایت کي د کاروبار جوازونه ترلاسه کړي دي.
د یادي خوني د شمېرو له مخي، په تېرو پنځو کلونو کي څه باندي ۱۷۰۰ ښځو او نجونو د کاروبار جوازونه اخیستي دي.
یو شمېر ښځینه سوداګري د خپلو کاروبارونو د پراختیا له پاره د پانګي، خامو موادو او دولتي ملاتړ غوښتنه کوي.
دا په داسي حال کي ده، چي د ط.. البانو د بيا واکمنۍ سره سم د ښځو پر زده کړو او کار بنديز لګول سوی او اوس هم ورځ تر بلي د افغان مېرمنو ازادي ورڅخه اخلي او حقوق ئې تر پښو لاندي کوي.