د سره صلیب او هلال احمر نړۍوال فدراسیون اعلان کړی

د سره صلیب او هلال احمر نړۍوال فدراسیون اعلان کړی، چي په تېره نژدې یوه میاشت کي د اسرائیلو او امريکا د بريدونو له امله په ایران کي له دوو زرو زیات کسان وژل سوي او شاوخوا ۲۱ زره نور ټپیان سوي دي.
د یاد نړۍوال بنسټ د معلوماتو له مخي، دغه مرګ ژوبله د وروستیو پېښو له امله رامنځ ته سوې. د دغه سازمان په وينا چي په ايران کي نژدې درې سلنه وګړي له خپلو مېنو بې‌ځایه سوي دي.