د سره صلیب نړۍوالي کمېټې اعلان کړی، چي په ۲۰۲۵ کال کي په افغانستان کي د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۹۲ کسان وژل سوي او ۳۷۵ نور ټپیان دي، چي ډېری قربانیان ئې ماشومان دي.
د یادې کمېټې په راپور کي راغلي، چي د ټولو زیانمنو سوو کسانو شاوخوا ۶۶ سلنه ماشومان جوړوي، چي دا د اندېښنې وړ کچه بلل سوې ده.
يادي کمېټې دغه معلومات د شنبې په ورځ د ماینونو د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي د نړۍوالي ورځي په مناسبت نشر کړي او په افغانستان کي ئې د تېرو جګړو څخه د پاته سوو ماينونو وضيعت د اندېښنې وړ بللی دئ.
د معلوماتو له مخي، یوازي په تېر کال کي په ټول افغانستان کي د چاودېدونکو توکو ۲۱۷ پېښې ثبت سوي دي. دغه سازمان وايي چي اوس هم د تېرو جګړو څخه پاته سوي ماینونه او ناچاوده مهمات د خلګو ژوند ته جدي ګواښ پېښوي.