د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی

د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی، چي د رياض پر ملک خالد نړۍوال هوايي ډګر په برید کي يو پاکستانی وګړی وژل سوی او ۱۱ نور کسان ټپيان سوي.
د سعودي عربستان د هوايي چلند ادارې د دوشنبې په ورځ ويلي، چي پر دغه هوايي ډګر ياد بريد تېره ورځ سوی دئ.
بايد وويل سي چي تر دې مخکي هم د رياض پر هوايي ډګر د حوثيانو په برید کی ۱۳ کسان وژل سوي وو او ۳۳۹ نور ټپيان وو.