د ايران پوليسو د دوشنبې په ورځ ويلي، چي تېره شپه په تهران کي يو افغان په يوه ترافيکي پېښه کي وژل سوی دئ.
د پوليسو په وينا چي دغه افغان پياده روان و، چي موټر وهلی او په روغتون کي ئې د سختو ټپونو له امله ئې ساه ورکړې ده.
د ایران پوليس د دغه افغان هويت نه دئ روښانه کړی.