د سعودي عربستان د ملک سلمان د مرستو مرکز د روژې مبارکي میاشتي په مناسبت ۱۰۰ ټنه خرما مرسته د افغاني سرې میاشتي د ټولني سره کړې ده.
د افغاني سرې میاشتي د ټولني مرستیال عزیزالرحمن د دغو مرستو د ترلاسه کولو پر مهال ويلي، چي سعودي عربستان له افغانستان سره دوامداره همکاري لري او دا مرسته به د ټاکل سوو اصولو له مخي پر اړمنو کسانو ووېشل سي.
د سعودي سفارت مرستیال عليمحمد الحصان هم ويلي، چي هیواد ئې د افغانستان له خلګو سره د مرستي دوام ته ژمن دئ.
ط..البان وايي چي دا خرما به د سرې میاشتي له لاري د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي پر مستحقو کورنیو ووېشل سي.