د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي تېره شپه ئې د تخار ولايت د مرکز تالقان ښار د تخار پوهنتون پر سړک باندي د ط.. البانو پر يوې ډلي بريد کړی.
د يادي جبهې په وينا چي په دغه بريد کي ئې دوه ط..البان وژلي او دوه نور ئې ټپيان کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه بريد پر مهال ئې د ط..البانو يو موټر هم تخريب کړی دئ.

باید وويل سي، چي تراوسه پوري ط..البانو د ازادۍ د جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.