د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په لیدنه کي د ایران په اړه کومه نهايي پرېکړه نه ده سوې، خو هغه غوښتنه کړې چي له تهران سره به خبري اتري دوام وکړي، څو د احتمالي هوکړي امکان وارزول سي.
ټرمپ په خپلي ټولنیزې شبکې کي لیکلي، چي په تېر پړاو کي ایران د تړون له لاسلیک کولو ډډه کړې وه او له سختو پایلو سره مخ سو.
هغه هیله څرګنده کړې، چي دا ځل به تهران له «منطق او مسؤلیت» څخه کار واخلي.
بل لور ته نتانیاهو د ټرمپ سره تر ليدني وروسته ټینګار وکړ، چي هر ډول تړون باید د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي او دغه هوکړه باید لنډمهاله نه، بلکي دایمي وي.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چي په دې ناسته کي د ایران پر وړاندي د پوځي اقدام امکان په بشپړ ډول نه دئ رد سوی او تل ابیب غواړي د اړتیا پر مهال خپلواک اقدام وکړي.
دا خبري په داسي وخت کي کېږي چي سیمه له سیاسي پلوه حساس حالت تجربه کوي او څو ورځي وړاندي د ایران او امریکا ترمنځ په عمان کي هم ناسته سوې وه. ټرمپ د خبرو د دوهم پړاو د ترسره کېدو خبر ورکړی، خو په عین وخت کي ئې د تهران پر وړاندي سخته لهجه هم کارولې ده.
نتانیاهو غواړي چي هره احتمالي موافقه یوازي تر اټومي موضوع پوري محدوده نه وي، بلکي د ایران د توغندیز پروګرام او په سیمه کي د نیابتي ډلو ملاتړ هم په کښي شامل سي. خو ایراني چارواکو تر دې مهاله د اټومي مسئلې څخه پرته د نورو خبرو منلو ته چمتووالی نه دئ ښودلی.
د دواړو مشرانو دا لیدنه د ټرمپ واک ته د بیا ستنېدو وروسته اوومه کتنه ده، او پر داسي مهال ترسره کېږي، چي نتانیاهو په کور دننه له سیاسي فشارونو او د احتمالي ټاکنو له ګواښ سره هم مخ دئ.