د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي، د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه ئې د مکې مکرمې په جنوب کي له ممنوعه هوايي حریم ته له ننوتلو مخکي شنډه او نسکوره کړې ده.
د ياد ائتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي، د مسلمانانو د دوو سپېڅلو ځایونو او زیارت کوونکو امنیت د دوی له پاره سره کرښه ده او د حوثیانو پر وړاندي به د مخنیوي اړین اقدامات ترسره کړي.
المالکي دغه پېښه مکې مکرمې ته د حوثیانو دوهم احتمالي برید بللی دئ.

د سعودي د ائتلاف په وینا، په ۲۰۱۷ کال کي هم پر مکې د بالستیک توغندي د توغولو هڅه سوې وه.
بلخوا، د اسلامي همکاریو سازمان د مکې پر لور دغه اقدام غندلی او حوثیان ئې د يادي پېښي مسؤل بللي دي. دغه سازمان چي ۵۷ اسلامي هیوادونه ئې غړیتوب لري، پر سعودي عربستان روانو بریدونو ته هم اندېښنه څرګنده کړې ده.