د ایران په ساوه ښار کي د یوې څاه دننه د کار پر مهال، درې تنه افغانان د ګاز نیوني له امله مړه سوي دي، چي درې واړه د فاریاب ولایت اوسېدونکي وو.
دا پېښه هغه مهال رامنځته سوې کله چي یاد کسان د څاه په کیندلو بوخت وو.
د قربانیانو د خپلوانو په وینا، هغوی د څاه دننه د زهرجن ګاز د تنفس کولو له امله ساه ورکړې ده.
په دغو وژل سوو افغانانو کي ۲۲ کلن سهراب محمدي، ۴۴ کلن محمدالدین آستانه او ۲۵ کلن غلام محمودي شامل دي.
د معلوماتو له مخي، دا درې واړه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو.