د سعودي عربستان په نجران سیمه کي د یوې پوځي چورلکي د لوېدو له امله دوو افسران ژوند له لاسه ورکړی

د سعودي عربستان په نجران سیمه کي د یوې پوځي چورلکي د لوېدو له امله دوو افسران ژوند له لاسه ورکړی دئ.
د یمن د حوثیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف ویاند ترکي المالکي ویلي، چي پېښه د سعودي ملي ګارډ وزارت اړوند د «AH-6i» ډوله کشفي چورلکي د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته سوې ده.