په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو څانګي ویلي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو څانګي ویلي، چي په تېرو درو میاشتو کي د ط..البانو د امر ب.المعروف او نهی عن المنکر د محتسبانو له لوري د ښځو او نارینه‌وو په‌ ګډون ۴۴۳ کسان پر خپل سر نيولي.
د ط..البانو ویاند ذبیح‌الله م.جاهد بیا ویلي، چي دغه نیوني خپل‌سري نه دي، بلکي د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخي ترسره سوي دي.