د سعودي چارواکي وايي، د ایران په ملاتړ د حوثیانو د سې شنبې د سهار په بریدونو کي ۷۳ کسان ټپیان سوي دي

د سعودي چارواکي وايي، د ایران په ملاتړ د حوثیانو د سې شنبې د سهار په بریدونو کي ۷۳ کسان ټپیان سوي دي.
د هغوی په خبره حوثیانو د ابها، جازان، نجران او خمیس مشیط ښارونو کي ملکي او اقتصادي تاسیسات په نښه کړي دي.
د سعودي د انرژۍ وزارت هم ویلي، چي په بریدونو کي د دغه هیواد د انرژۍ یو شمېر تاسیسات زیانمن سوي او څو کارکوونکي ئې ټپیان سوي دي.

د سعودي عربستان چارواکي وايي، د يادي پېښي د زیانونو او تلفاتو ارزونه روانه ده.