د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت وايي، د سې شنبې په سهار د دغه هیواد پر جنوبي سیمو په توغندیزو بریدونو کي د انرژۍ یو شمېر تاسیسات زیانمن سوي او د دغو مرکزونو څو کارکوونکي ټپیان سوي دي.
د ياد وزارت په وینا، د بریدونو له امله په څو سیمو کي اور لګېدلی او اړوندي ادارې د پېښي د څېړلو ترڅنګ د سعودي او بهرنیو کارکوونکو وضعیت ارزوي.
تر دې مخکي د سعودي دفاع وزارت ویلي وو، چي د ایران په ملاتړ د حوثیانو په بریدونو کي ۷۳ کسان ټپیان سوي دي.