د سولي او اقتصاد انسټیټیوټ په خپل تازه کلني راپور کي افغانستان د نړۍ له هغو شپږو هیوادونو څخه ګڼلی

د سولي او اقتصاد انسټیټیوټ په خپل تازه کلني راپور کي افغانستان د نړۍ له هغو شپږو هیوادونو څخه ګڼلی، چي د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ له جدي ګواښونو سره مخ دي.
راپور څرګندوي چي د ط..البانو له واکمنېدو سره، سره د جګړو شدت کم سوی، خو د ناسمو حکومتدارۍ، ژور بشري ناورینونو او سیاسي بې‌ثباتۍ له امله افغانستان لا هم د تاوتریخوالي او ناامنۍ په لومړیو کتارونو کي دئ.
د دغه ادارې په راپور کي ويل سوي، چي افغانستان د سویلي اسیا تر ټولو ناارامه او له خطره ډک هیواد دئ.

یمن، د کانګو دموکراتیک جمهوریت، سوډان، روسیه او اوکراین هم د ناامنه هېوادونو په نوملړ کي د افغانستان ترڅنګ ځای لري، چي جګړې، تاوتریخوالی او سیاسي ګډوډي په کښي روانه ده.
د راپور په حواله، افغانستان د وسلو د آزاد لاسرسي، د جرمونو لوړه کچه، سیاسي بي ثباتۍ او د پراخو کډوالو څپو له امله د سولي په نړۍوال جدول کي تر ټولو ټیټه درجه خپله کړې. ناامني یوازي د جګړو له امله نه، بلکي د ټولنیزو خدمتونو د نشتوالي، خلګو ته د روغتیايي او اقتصادي اسانتیاوو د کموالي مخي هم ارزول سوې ده.
راپور ټینګار کوي چي د نړۍوالو مرستو کموالی، د روغتیايي بنسټونو له سقوط سره، د افغانانو پر ژوند ژور اغېز کړی.