د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د پښتونخوا په خيبر ولسوالۍ کي د پاکستان د پوځ پر موټر باندي چاودنه سوې.
د سرچينې په وينا په دغه چاودنه کي پنځه پوځيان او دوه ملکي کسان ټپيان سوي دي.
تر اوسه پوري د دغه بريد مسؤليت کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.