د سيانان خبري شبکه
د منځني ختيځ په جګړه کي د حوثيانو داخلېدل ښايي د تېلو صادرات او د کښتيو تګ راتګ له نويو خطرونو سره مخ کړي.
د هرمز تنګی له نژدې يوې مياشتي راهيسي عملي ډول تړلی دی. اوس حوثيان دا توان لري چي يو بل مهم سمندري تنګی بابالمندب هم وګواښي، چي سره سمندر له هند سمندر سره نښلوي.
د «بابالمندب» نوم مانا «د اوښکو دروازه» ده، چي دا نوم د دې لارې د سختو سمندري شرايطو له امله ورباندي ايښوول سوی دی. دا تنګی په تر ټولو تنګ ځای کي شاوخوا ۲۹ کيلومتره پلنوالی لري.
د امريکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې له مخي، د ۲۰۲۳ کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کي له دې تنګي څخه تر ۳۰ ميليونه ټنه زيات طبيعي ګاز تېر سوی دی. سربېره پر دې، د نړۍ د سمندري سوداګرۍ لویه برخه، او شاوخوا ۱۲ سلنه سمندري تېل هم له همدې لاري لېږدول کېږي.
خو د غزې جګړې له پيل وروسته، حوثيانو د سره سمندر پر سوداګريزو کښتيو بريدونه پيل کړل. تر هغه مخکي چي دوی په تېر نومبر کي لنډ مهالی توقف اعلان کړي، تر ۱۰۰ زياتي کښتۍ يې هدف ګرځولي وې.
دې بريدونو ډېری کښتۍ اړي کړې چي خپله لاره د «امېد نېک» دماغي (کېپ آف ګوډ هوپ) له لاري بدله کړي، چي دا کار د سفر وخت او لګښت دواړه ډېر زياتوي.
د حوثيانو د اطلاعاتو وزارت مرستيال محمد منصور ويلي چي د دې تنګي تړل «يو عملي انتخاب» دی.
په همدې حال کي، يوه ايراني سرچينه خبرداری ورکوي چي که امريکا د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو هڅه وکړي، بايد احتياط وکړي، ځکه ايران د حالت د لا زياتېدو لپاره بشپړ چمتو دی.
وروسته له دې چي د هرمز له لارې تګ راتګ کم سوی، سعودي عربستان خپل تېل د يو پایپ لاین له لارې د «ينبع» بندر ته لېږدوي، چي ورځنی ظرفيت يې شاوخوا ۷ ميليونه بېرله دی. د دې له امله، اوس په سره سمندر کي د تېلو کښتيو تګ راتګ هم زيات سوی دی.
حوثیان (چي اکثره وخت ورته “انصارالله” هم ویل کېږي) یوه سیاسي-نظامي ډله ده چي په یمن کي فعاله ده.
• حوثیان د یمن د شمال له صعده سیمي څخه راپورته سوله، نوم یې د دوی له بنسټګر حسین بدرالدین الحوثي څخه اخیستل سوی
په پیل کي یو مذهبي-سیاسي حرکت و، خو وروسته په وسلهوال ځواک بدل سو
له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې د یمن پلازمېنه صنعا نیولې ده.