د اسرائیلو پوځ د يکشنبې په ورځ ويلي، چي په تهران کي ئې د ایران اړوند ځیني مهم نظامي هدفونه په نښه کړي

د اسرائیلو پوځ د يکشنبې په ورځ ويلي، چي په تهران کي ئې د ایران اړوند ځیني مهم نظامي هدفونه په نښه کړي. د هغوی په خبره چي په يادو هدفونو کي د ايران موقتي نظامي مرکزونه، د توغندیو زېرمي او د څارني ځایونه شامل دي. د دوی په وینا، په دغو بریدونو کي ځیني ګرځنده نظامي وسایل هم له منځه وړل سوي دي.
بل لور ته، ایراني رسنیو د تهران په لوېدیځ کي د قوي چاودنو د ږغونو راپور ورکړی او ویلي ئې دي، چي د سپاه اړوند یوې سیمي ته نژدې هم چاودنه سوې.
په ورته وخت کي په هرمزګان ولایت کي پر یوه سمندري تاسیساتو د برید له امله د څو کسانو د وژل کېدو خبر هم ورکړل سوی دئ.