د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی چي د دغه هيواد مشر کيم جونګ اون خپلو لوړپوړو پوځي قومندانانو ته امر کړی؛ ترڅو د جنوبي کوریا سره پر پوله امنیتي ځواکونه او پوځي تاسیسات نور هم پیاوړي کړي او پوله په یوه نه ماتېدونکي دفاعي کرښه بدله کړي.
کیم جونګ اون په یوې پوځي غونډه کي ټینګار کړی چي پوځ باید د اصلي دښمن پر وړاندي لا زیات تمرکز وکړي، چي اشاره ئې جنوبي کوریا ته وه.
د راپورونو له مخي، شمالي کوریا د پوځ د نوو پوځي تګلارو د جوړولو ترڅنګ د ډرون، سایبري، برېښنايي او فضايي جګړو وړتیاوو ته هم پراختیا ورکوي. شنونکي وایي، دغه بدلونونه د اوکراین جګړې او د منځني ختیځ د روانو شخړو له تجربو اغېزمن سوي دي.
دا څرګندوني پر داسي مهال کېږي چي د شمالي او جنوبي کوریا اړیکي د وروستیو کلونو تر ټولو ترینګلي پړاو ته رسېدلي دي.