د کندهار څخه ځايي سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره شپه نامعلومو وسله والو د ډنډ ولسوالۍ په کلمتر سيمه کي يو قومي مشر وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی قومي مشر حاجي احمدشاه ادوزی نومېږي.
په ورته وخت کي د کندهار د ط.. البانو امنيتي مسئولينو هم دغه پېښه منلې ده او په خبره ئې چي د دغي پېښي په تړاو ئې څېړني پيل کړي.