د طالبانو د روغتیا وزیر له ملګرو ملتونو د روغتونونو د تجهیز غوښتنه کړې

د طالبانو د عامي روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي له ملګرو ملتونو غوښتي، چي د سرطان ناروغۍ د معلومولو او درملني له پاره د افغانستان روغتونونه په اړینو وسایلو سمبال کړي.

د عامي روغتیا وزارت وايي، جلالي د پنج شنبې په ماښام د ملګرو ملتونو له استازې رباب فاطمې سره په لیدنه کي د زړه ناروغانو له پاره د ځانګړو روغتیايي خدمتونو د برابرولو او د ډاکټرانو او نورو روغتیايي کارکوونکو د روزني په برخه کي هم د مرستو غوښتنه کړې ده.

د ياد وزارت په خبره، اوس مهال په ټول هیواد کي شاوخوا ۷۰ روغتیايي مرکزونه د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنه کوي.

بلخوا، رباب فاطمې د نشه‌يي توکو پر وړاندي د طالبانو هڅي ستایلي او ویلي ئې دي، چي ملګري ملتونه به د افغانستان له روغتیايي برخي سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په دې لیدنه کي د روغتیا نړۍوال سازمان او د نشه‌يي توکو او جرمونو په برخه کي د ملګرو ملتونو استازو هم ګډون کړی وو.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *