د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د دې ډلي د امنیتي کمېسیون غونډه جوړه سوې ده.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، ملا هبت الله په دې غونډه کي له چارواکو غوښتي، چي خپلي دندي په سمه توګه ترسره کړي، د خپلو ځواکونو له حاله ځانونه خبر کړي او له خلګو سره ښه چلند وکړي.
د نوموړي په خبره، په دې غونډه کي د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د هغه مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ګډون کړی وو.
په غونډه کي د تېري غونډي د پرېکړو پر عملي کولو خبري سوي او نوي پلانونه هم تائيد سوي.
📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV