په هرات کي د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، چي د دې ولایت د امر بالمعروف ریاست د روان لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کي د ۳۹۲ جبري نکاحو مخنیوی کړی دی.
د دې ریاست په وینا، په همدې موده کي د ښځو د میراث د حق اړوند ۱۸۰ قضیې هم هواري سوې دي.
ریاست ویلي، چي دا قضیې د ښځو او کورنیو د شکایتونو او غوښتنو له مخي څېړل سوې دي.
بلخوا د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویلي، چي د لړم په میاشت کي یې په ټول هېواد کي د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۴۸۵ قضیې څېړلې او هواري کړې دي.
باید وویل سي، چي د دې وزارت په وینا، په دغو قضیو کي جبري نکاح، میراث، مهر، نفقه، په بدو کي د نجونو ورکول او طلاق شامل دي.
📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV