طالبان: د نغلو، سروبي او ماهيپر د برېښنا په مرکزونو کي د برېښنا توليد زيات سوی

د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی ریاست ویلي، چي د روان لمریز کال د لړم په میاشت کي د نغلو، سروبي او ماهیپر د برېښناکوټونو تولید د تلې میاشتي په پرتله زیات سوی دی.

د دې ریاست په وینا، دغو درېیو برېښناکوټونو د تلې په میاشت کي ۱۴ زره او ۴۷۷ میګاواټ ساعته برېښنا تولید کړې وه، چي د لړم په میاشت کي ۱۸ زره او ۴۵۵ میګاواټ ساعتو ته لوړه سوې ده.

ریاست ویلي، چي وروستیو بارانونو د دغو برېښناکوټونو پر تولید اغېز کړی او د تولید کچه یې بدله کړې ده.

باید وویل سي، چي د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت وايي، هڅه کوي د کورنیو سرچینو له لاري د برېښنا تولید زیات کړي، چي په هېواد کي د برېښنا ستونزې کمې سي.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *