په امریکا کي توپانونو نږدې یو میلیون کورونه له برېښنا بې‌برخې کړل

د مننې د ورځي په رخصتۍ کي سختو توپانونو او تېزو بادونو د امریکا په بېلابېلو سیمو کي د نږدې یو میلیون کورونو او سوداګریزو مرکزونو برېښنا پرې کړه.

د برېښنا د پرې کېدو د څارني یوې ویبپاڼي په وینا، د پنجشنبې تر ماښامه تر ۹۰۰ زرو ډېر کورونه او سوداګریز مرکزونه بې برېښنا وو، چي ډېری یې په ختیځو ایالتونو کي دي.

د الوتنو د څارني یوې ویبپاڼي ویلي، چي تر ۲۰۰۰ زیاتي الوتني وځنډېدې او تر ۴۰۰ زیاتي لغوه سوې.

په نیوجرسي او د نیویارک په ځینو برخو کي بیړني حالت اعلان سوی او په نیویارک کي د مېسي د مننې د ورځي کلنی پرېډ د تېزو بادونو له امله شنبې ته وځنډول سو.

باید وویل سي، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي د ختیځ ساحل لپاره به د بیړنیو پیسو د ورکولو په اړه غور وکړي.

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *