د طالبانو د ډلي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي په افغانستان کي دا.عش او نورو ډلو ته ځای نسته او افغانستان ټوله د طا.لبانو تر واک لاندي دی.
مجا.هد زیاته کړې چي موږ څو ځلي داسي ادعاوي رد کړي او یو ځل بیا یې ردوو چي په افغانستان کي ترهګریزي ډلي نسته او دغه ادعاوي د غلطو معلوماتو پر اساس کېږي.
دا په داسي حال کي چي د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې دچارو د منشي مرستیال الکساندر زویف ویلي چي په افغانستان کي د ترهګریزو ډلو شتون زیات سوی او قوي سوی دی.
هغه ویلي چي په افغانستان کي دا.عش،القا.عده او ټي ټی پي شتون لري او اوس یې جنګې ډرونونو ته هم لاسرسی پیدا کړی چي اکثره وخت دغه ډلي په ګډه هم کار سره کوي.