د ط..البانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پنج شنبې په ورځ ويلي

د ط..البانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۴۹ د افغان کډوالو کورنۍ، چي ټولټال ۶۵۸ کسان کېږي، له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول افغانستان ته راستنې سوي دي.
د هغه په وینا، له دې ډلي ۵۸ کورنۍ، چي ۲۹۵ کسان دي، د ننګرهار د تورخم له لاري او ۱۱ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د هغه په خبره چي په همدې ورځ ۶۷ کورنۍ، چي ۲۵۹ کسان کېږي، د نیمروز د ورېښمو پله له لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *