د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د افغان سیاسي څېرو او فعالانو د خبرو درېیم پړاو د چهارشنبې په ورځ د هسپانیې د بهرنیو چارو په وزارت کي جوړ سو.
په دغه غونډه کي پخواني وزیران، ډیپلوماتان، د ګوندونو استازي، دیني عالمان او مدني فعالان ګډون درلود.
دا یوورځنۍ غونډه «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ جوړه کړې وه، چي مشري یې د پخوانۍ ولسي جرګې مرستیاله فوزیه کوفي کوي.
ګډونوالو د افغانستان د راتلونکي پر احتمالي سناریوګانو، د سیاسي او مدني ډلو ترمنځ د باور پر پیاوړتیا، د ښځو پر حقونو او په پرېکړو کي د هغوی پر معنادار ګډون، پراخ بنسټه حکومتولۍ او د قانون پر حاکمیت خبري وکړې.
دا غونډه په اسلام آباد او لندن کي د تېرو دوو غونډو په دوام جوړه سوې وه.
انځور: Wikimedia Commons / Gryffindor، عامه ملکیت («Palacio de Santa Cruz, Madrid»، ۲۰۰۶).
📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV