د ط..البانو ترکنټرول لاندي د ماليې وزات وياند عبدالقيوم نصير د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي

د ط..البانو ترکنټرول لاندي د ماليې وزات وياند عبدالقيوم نصير د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي د ط..البانو د حکومت د لوړپوړو مشرانو د پرېکړي له مخي له نن دوشنبې څخه د پاکستان څخه افغانستان ته پر ټولو راوړونکو درملو بشپړ بنديز لګول سوی.
د هغه په خبره چي د افغانستان ټولو ګمرکونو ته امر سوی، چي د پاکستان درمل محصول نه کړي او له نن څخه وروسته که هرچا پاکستاني درمل افغانستان ته راوړل د قانوني چلند سره به مخامخ سي.
هغه ويلي، چي د قاچاقي درمل ترڅنګ پاکستان ته به د هر ډول قاچاقي توکو د لېږد مخنيوی به کوي او په خبره ئې که قاچاق کوونکي له پاکستاني درملو سره يو ځای ونيول سو، درمل او قاچاقي توکي به ئې سوځل کېږي او عاملين به ئې محکمې ته معرفي کړي.

دغه پرېکړه په داسي حال کي سوې، چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د وروستیو سیاسي او سوداګریزو ترینګلتیاوو او د ترانزیتي لارو د تړل کېدو له امله د ط..البانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سوداګرو ته د درو میاشتو ضرب‌الاجل ټاکلی ؛ څو له پاکستان سره خپلي ټولي سوداګریزي معاملې تصفیه کړي.