د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري خبرداری ورکړی

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري خبرداری ورکړی، چي افغانستان د ط..البانو تر واکمنۍ لاندي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مي پېښي او يا تر هغه هم په بدتر حال کي دي.
زرداري وايي، اوس په افغانستان کي هغه ترهګري ډلي بیا فعاله سوي چي د سیمي او نړۍ صلح ته جدي ګواښونه پېښوي.
نوموړي له نړۍوالو غوښتي چي د تاوتریخوالي او افراطي فکر پر وړاندي د یو موټي مبارزې له پاره همغږي سي، ځکه چي د تروریزم ګواښ یوازي یوه هیواد ته نه، بلکي ټولو ته متوجه دئ.

ولسمشر زرداري زیاته کړې پاکستان تل ټینګار کړی، چي هیڅ هیواد نه سي کولای یوازي له تروریزم سره مقابله وکړي.
هغه ويلي، کله چي ځيني هيوادونه ترهګرو ته د خپلو پولو څخه د اوښتلو اجازه ورکړي، نو ټول زیان ئې بې ګناه ولس ته رسېږي.
د هغه په باور، ځیني ګاونډي هیوادونه یا خو ترهګرو ته پناه ورکوي یا د مالي، تخنیکي او پوځي ملاتړ له لاري، د ترهګرو د فعالیتونو مسؤل دي او دا وضعیت د سیمي د ناامنۍ سبب سوی دئ.

زرداري، د سپټمبر ۱۱ پېښي چي ترهګرو په نیویارک کي ترسره کړې او زرګونه کسان په کښي ووژل سول، د افغانستان له وضعیت سره یو ځل بیا پرتله کړی او د نړۍوالو جدي پاملرنه ئې غوښتي ده.
بايد وويل سي چي ط..البانو تل د پاکستان دغه ډول اعاوي رد کړي او هغه ئې بې اساسه بللي دي.