د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي شل تنه افغان کډوال د پاکستان د بېلابېلو زندانونو څخه ازاد سوي او د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
دغه وزارت ويلي، چي دغه افغان کډوال د يوې ورځي څخه تر دوو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو، چي تر ازادېدو وروسته د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي.
په خبرپاڼه کي د يادو افغانانو د نيول کېدو د جرم په اړه څه نه دي ويل سي؛ خو د پاکستان دولت ډېر وخت افغان کډوال په دغه هيواد کي د قانوني اسنادو د نه موجوديت له امله نيسي او زندان ته ئې اچوي.