د ط..البانو د ستري محکمې څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ ئې د يوې ښځي په ګډون شپږ کسان په عام محضر کي په دورو وهلي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه کسان ئې د نامشروع اړيکو او نشه ئې توکو د پلور په تور په عام محضر کي ۳۹-۳۹ دورې وهلي او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بياواکمنۍ څخه تر دې دمه پوري ط..البانو ۱۸۴۸ تنه په عام محضر کي په دورو وهلي، چي له ډلي څخه ئې ۲۵۰ مېرمني دي.