د ط..البانو تر کنټرول لاندي د ستري محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کابل ولايت کي ئې ۱۸ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅولو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د ۱۰ څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهلي او د اوو مياشتو څخه تر درو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ئې ورکړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د ط..البانو له خوا فزيکي سزاوي زياتي سوي دي. د بشري حقونو سازمانونه د ط..البانو غواړي چي ددغه ډول سزاو څخه دي لاس واخلي.