د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۱۰۸۴ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۵۷۸۰ تنه کېږي افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۱۷۱ د افغان کډوالو کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري، ۷۶۹ کورنۍ د تورخم د لاري او ۷۳ کورنۍ د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه ايستلي او افغانستان ته ئې لېږلي دي.
دغه راز د ياد وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۲۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا او ۴۸ د افغان کډوالو کورنۍ د وريښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.